انصار: (د تله ۲ مه)، د پنجشېر د جبهې د مشرتابه شورا یو غړی وايي چې د طالبانو مخالفان د دې وړتیا نه لري چې د طالبانو ځای ونیسي ځکه چې له سیاسي پلوه وېشل شوي دي.
د پنجشیر جبهې د مشرتابه شورا غړي عبدالحفیظ منصور وویل چې د طالبانو اپوزیسیون له سیاسي پلوه ټوټه ټوټه شوی او د افغانستان د واکمنې ادارې ځای نیولو ته چمتو نه دی.
منصور وویل، زموږ ستونزه دا ده چې موږ له سیاسي پلوه ټوټې ټوټې یوو، موږ اوس مهال چمتو نه یوو چې د طالبانو رژیم بدل کړو.
هغه زیاته کړه، اوس فرض کړئ چې طالبان سبا له منځه وړل کیږي، زه فکر کوم چې د هغوی د ځای نیولو لپاره چمتووالی او اړین ټیم نشته.
د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو د ۲۰۱ قول اردو د څلورمې لوا قوماندان محمد نسیم سنګین مخکې په یوه لیک شوی اډیو فایل کې د احمد مسعود تر مشرۍ لاندې د مقاومت جبهې په مالي فساد او د واک پر انحصار انتقاد کړی و.
د پنجشیر جبهې دغه غړي ویلي و چې دا جبهه د نړیوالې ټولنې پر وړاندې نه روښانه ژبه لري، او نه د جګړې وړتیا لري او ټول امکانات یې په یو ځای پورې منحصر کړي دي.
د بلخ پخواني والي عطامحمد نور په یوه اډیو فایل کې د پنجشیر د مقاومت جبهه په پراخ فساد تورنه کړې وه.
دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو ځینې مخالفان د جلاوطنه حکومت د جوړېدو خبرې کوي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/33579